About د محمد صلی الله علیه وسلم د زیاتو ميرمنو حکمتونه
د نبي علیه السلام د زياتو مېرمنو حکمتونه
د نبي علیه السلام د زياتو مېرمنو حکمتونه په نوم کتاب د انډرویډ موبایلو لپاره په خورا ښه ترتیب جوړشو وزن يي ډیر کم ده او هره برخه يي د کاپي اخستلو وړ ده
پدې کي شک نسته چي کفار په ځانګړي ډول يهود، نصارا او مستشرقين په هره زمانه کښي پر اهل حق باندي مختلف تورونه لګوي، ددې لپاره چي خلګ ددي الهي مسير څخه را وګرځوي، تر ټولو لمړي ددي الهي مسير او الهي دين د پيغام رسونکو په ځانګړي ډول پيغمبرانو باندي بي ځايه او غير منطقي تورونه لګوي، او هدف يې يوزاي او يوزاي پر الهي وحي باندي الزام لګول دي، چي پدې لړ کي د رسول الله عليه السلام پر غوره شخصيت باندي دا تور لګوي چي ده ولي زياتي مېرمني په نکاح کړي دي؟، په داسي حال کښي چي امت ته څلور ښځي روا دي، او يا دا چي نعوذبالله دي صلي الله عليه وسلم زيات خواهش خوښونکي او د نفس تابع ؤ؟؟؟ او داسي نورې د حقيقت او واقعيت څخه ليري شبهې، خو دا ددوي يو بي ځايه او غير منطقي او خطا ايستونکې شبه ده چي نن ورځ زيات کفار او ځيني مسلمانان د دوي ددغه شبه تر اغيز لاندي راغلي، او د کم علمۍ او د تحقيق د نه کولو له وجي په شبه کي پراته دي.
نو د موضوع د ښه روښانتيا لپاره مي نوموړي مونوګراف شپږو برخو ته ويشلي، چي لمړي برخه ېې مفاهيم او کليات دي، په دويمه برخه کي مي د دې موضوع اړوند پخوانۍ ليکنو ته اشاره کړې ده، په دريمه برخه کي د څېړنې تګلاره ذکر کړې ده، په څلرمه برخه کي د تېرو پيغمبرانو د مېرمنو و زياتوالي ته اشاره کړې ده، او په پنځمه برخه کي د نبي عليه السلام د زياتو مېرمنو حکمتونه بيان ، او تر څنګ يې يو شمېر زياتو اړوندو مهمو مسائلو او په پاي کښي د امهات المؤمنين نکاح د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره او تر څنګ يې يو يو حکمت بيان سوي دي، په شپږمه برخه کښي پايله، وړانديزونه، اخځليکونه راوړل سوي دي.
نو زما حقير او کم علمه بنده دا ناچيزه ليکنه تاسو په يوه لويه ليکنه حساب کړې، او که کومه نيمګړتيا او تيروتنه شتون ولري نو هيله کوم چي پام مي ور واړوۍ.
Download and install
د محمد صلی الله علیه وسلم د زیاتو ميرمنو حکمتونه version v1.0 on your
Android device!
Downloaded 100+ times, content rating: Everyone
Android package:
com.hedayat.mermanee, download د محمد صلی الله علیه وسلم د زیاتو ميرمنو حکمتونه.apk
by T####:
کور ودان هدایت خان ورور نور ښه سړی یي یګان کارونه مي ستا نه خوښيږي! چي هغه ته ښه پوهیږی.